هغه څه چې طالبانو او پلويانو يې نه منل!/هادي ايمان
افغان ولس له لومړي سر پوهېده او پوهېږي، چې طالبان د امريکا په مالي ملاتړ او د ای اېس ای په مرسته رامنځته شول او رامنځته کېږي، ای اېس ای و روزل او روزنه ورکوي، ای اېس ای په وسلو سمبال کړل او سمبالوي يې، ای اېس ای د جګړې تکتيکونه ور زده کړل او ور زده کوي يې، ای اېس ای د اوسېدو لپاره خوندي ځايونه او امکانات ورته برابر کړل او برابروي يې، د ای اېس ای په اشاره او امر يې افغان وژنه وکړله او کوي يې، خو د طالبانو د وحشتونو له امله يي غږ نه شو پورته کولی.
دا چې په کومه موخه رامنځته شول، هغه بيل بحث دی، چې په يوه ليکنه کې يې خلاصه ستونزمنه ده.
افغان حکومت په نړيوال سټېج او همدارنګه په ملي سټېج زرګونه ځله ويلي، چې وسله وال طالبان په پاکستان کې د اوسېدلو لپاره خوندي ځايونه لري، خو طالبانو، د دوئ پلويانو او د پاکستان حکومت به هر وخت ردول او تورونه يې بلل، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسی چې د سولې په نوم د امريکا او ای اېس ای له لوري د طالبانو په مرسته د افغان وژنې کومه ډرامه روانه ده، دې ډرامې ثابته کړه، چې افغان حکومت رښتيا ويل، ځکه د همدې خبرو د پيل او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانستې راوروسته د طالبانو مشران د پاکستان له هوايي ډګرونو استفاده کوي او په پاکستانۍ الوتکو کې يې قطر او روسيې ته سفرونه وکړل، اسامه په پاکستان کې ووژل شو، ملا عمر، اختر محمد منصور او د وسله والو طالبانو يو شمېر نور مشران هم په پاکستان کې ووژل شول يا ونيول شول، د دوئ وژل يا نيول ای اېس ای هغه وخت کول، چې کله به د سولې د خبرو د پيل موضوع مطرح شوه او ای اېس ای به د دې لپاره وژل يا نيول، چې د سولې په خبرو کې خنډ او ځنډ رامنځته شي، هماغسې به وشول.
افغان حکومت زرګونه ځله نړيوالې ټولنې ته ويلي، چې په افغانستان کې د ټپي شويو طالبانو درملنه د پاکستان په روغتونونو کې کېږي، خو پاکستان، طالبانو او د دوئ پلويانو به ردوله او پروپاګند يې بللو، خو پاکستان ته د طالب مشرانو له وروستي سفر او د کراچی په يو روغتون کې له طالب ټپيانو سره، د ملابرادر له ليدنې دا په ډاګه شوه، چې د طالبانو د ټپيانو درملنه په پاکستان کې کېږي.
افغان حکومت هر وخت ويلي، چې وسله والو طالبانو ته په پاکستان کې روزنه ورکول کېږي، خو پاکستان، طالبانو او د دوئ پلويانو به ردوله، له قطر څخه پاکستان ته د وسله والو طالبانو د مشرانو له سفر او هلته په نظامي یونیفورم سمبال طالب جنګياليو سره د يو تن طالب مشر ليدنه او غاړه غړۍ کېدل، دا ښکاره کوي، چې وسله والو طالبانو ته په پاکستان کې روزنه ورکول کېدله او ورکول کېږي.
افغان حکومت تل نړيوالو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو ته پاکستان وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او نور جګړه ييزو وسايل ورکوي، خو پاکستان، طالبانو او د دوئ پلويانو به ردوله، موږ او تاسو زرګونه ځلې وليدل، چې امنيتي ځواکونو له پاکستان په وسلو، ځانمرګو واسکټونو، مهماتو او چاودیدونکو بار راتلونکي موټر ونيول.
افغان حکومت ډېر ځلې ويلي، چې د طالبانو په ليکو کې پاکستاني پوځيان او پاکستانيان د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، خو پاکستان، وسله والو طالبانو او د دوئ پلويانو نه منله، موږ او تاسو ډېر ځلې وليدل، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په ليکو کې پاکستاني پوځيان يا پاکستانيان ووژل شول او يا هم ژوندي ونيول شول.
دې ته ورته ډېر لوی مسايل وو او دي، چې افغان حکومت به په ډاګه ويل، خو پاکستان، طالبانو او د دوئ پلويانو به نه منل. تاريخ نه پټېږي، دې ته ورته ډېر مسايل به ډېر ژر راڅرګند شي، د جګړې په ليکو کې جنګېدونکي طالبان او د دوئ پلويان به ډېر ژر په دې وپوهېږي، چې مشرانو يې پر دوئ تجارت کړی او کوي يې، ډېر ژر به وپوهېږي، چې دوئ جهاد نه، بلکې فساد کړی، افغان وژنه يې کړې، عامه ځايونه يې د نورو لپاره ويجاړ کړي، ملي شتمنۍ يې د نورو لپاره لوټ کړې.
جګړه مارو طالبانو! اوس هم وخت نه دی تېر، که ژور فکر وکړئ، چې مشران مو چېرته او څنګه په لوکسو موټرونو کې غټې خېټې، تور واسکټ، نويو جامو او نويو بوټونو کې ګرځي؟ د کورنۍ نفقه او نور لګښتونه له کومه کوي؟ ولې د ای اېس ای په هېډکوارټرو کې او په امن کې ژوند کوي؟ ولې له ای اېس ای سره ګډ غومبر وهي، سره له دې چې د نړۍ په نقشه کې د پاکستان او ای اېس ای د رامنځته کېدو له وخته دواړه دا افغانستان او افغان ولس دښمنان دي؟

Comments