د انګلستان او جنوبي افريقا تر منځ د انګلستان پهکوربتوب د درې شل اوريزو لوبو لړۍ د انګلستان لوبډلې ۳-۰ وګټله.

د درېيمې شل اوريزې لوبې پچه د جنوبي افريقا لوبډلې وګټله، لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د جنوبي افريقا لوبډلې په شل اوورونو کې د ډو پليسېس د ۵۲ او ډوسن ۷۴ منډو په مرسته د ۳ لوبغاړو په زيان ۱۹۲ منډې هدف وټاکه.
په جواب کې يې د انګليستان لوبډلې دغه ستر هدف د يو لوبغاړي په سوځېدو په ۱۷.۴ اورونو کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.
د انګليستان لپاره ډېوېډ مالان ۹۹ ناسوځېدلې او بټلر ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

Comments