د سرېلانکا هيواد د کرکټ لنکا پريميير ليګ (اېل پي اېل) په اتمه سيالۍ کې جفنا سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز لوبډلې ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه جفنا سټالينز لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرې وکړه.
يادې لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د تيسارا پرېرا ۶۸ او ډي سيلوا ۶۱ منډو پر مټ ۱۸۶ منډې هدف و ټاکه.
افغان لوبغاړي نوين الحق د جفنا سټالينز لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول، ګونارتني ۲ او پراديپ يو لوبغاړی وسوځولو.
وروسته د کنډي ټسکرز لوبډلې توپ وهنه پيل کړه، افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز له يوې شپږیزې وهلو وروسته په لومړي اوور کې وسوځېده، د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره برېنډن ټايلر له ټولو ډیرې ۴۶، ورپسې ګونارتني ۳۱ منډې جوړې کړې، نور لوبغاړي ښه و نه ځلېدل.
ټسکرز لوبډلې په ۱۷.۱ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۵۴ منډو په توپير وبايلله.
د جفنا سټالينز لوبډلې لپاره پاکستاني لوبغاړي عثمان شينواري ۳، لکمل، تيسارا پرېرا او ډي سيلوا ۲-۲ او اوليوير ۱ لوبغاړی وسوځولو.
د جفنا سټالينز لوبډلې لوبډلمشر تيسارا پرېرا د لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

Comments