پيښور – نن مازديګر د جنوبي وزيرستان په واڼه کې سرکارى طالبانو او پاکستانى پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو او د غورځنګ مرکزى مشر على وزير باندې نيغ په نيغه بريد کړې دې چې په نتيجه کې په لسګونه د پۍ ټي ايم غړي ژوبل شوي دي او دوه کسان مړه دى په ټپيانو کې د پختونخوا ملي عوامي کند ځاي مشر سردار عارف هم شامل دې ـ د دې پيښې پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنک له خوا د پاکستان په مختلف ښارونو کې احتجاجونه وشول او د غورځنګ مرکزى قائد منظور پشتين د پۍ ټۍ ايم غړو ته کال ورکړى دې چې سبا په ټول ملک کې مظاهرې وکړى ـ د پيښور په تړاو تورزن افغان پشتون نيوز ته وويل چې نن ماښام د واڼه د پېښې خلاف د پېښور پوهنتون واټ سپين جومات سره يو دروند او له خشمه ډک لاريون وشو چي ګڼ شمېر پښتانه لوستونکي ځوانان مشران که څه هم د هر اند او هر سازمان او له هر ګوند سره يې تړاو درلود مګر دا ټول د انقلابي غورځنګ پي ټي ايم غړي ول ـ  ټول ډېر په لنډ ګنډ پېغام او پر وخت ډېر په جوش او جذبې سره را وتلي وو، او سخت الغاو تلغاو /احتجاج وشو،، د پاکستانى پوځ او سرکارى طالبانو خلاف سخته نعره بازي وشوه او ملګرو ويناوې وکړې . ميرکلام خان وزير، ډاکټر سېد عالم مسود ،رحيم شاه اپرېدي، شهاب خټک، عبدالله ننګيال، فضل خان اېډوکېټ وېناوې وکړې. تورزن افغان وايي چې د وېناوې اندار ډېر جارهانه وو، تاو وو پکشې داسې څرګندې ده، چي د پښتونو د صبر پياله د پاکستان رياستى ترهګرى او پښتون وژنې پر ضد نوره ډګه شوې ده او په هر قيمت چې وى بدلون او لراوبر افغان ته ژوندون غواړي  ـ د پشتون ژغورنې غورځنګ يو مرکزى مشر ډاکټر سيد عالم محسود په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چي

په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو سازمان مشر زارعلى خان افريدى هم د واڼه پيښه په سختو ټکو کې غندلې ده   افريدى صاحب وايي

Comments