نيوزيلېنډ د ويسټ انډيز لوبډلې ته په يو اننګز او ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه
د نيوزيلېنډ په کوربتوب د ويسټ انډيز او نیوزلېنډ تر منځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې کوربه لوبډلې ويسټ انډيز ته په په يوه پاڼۍ (اننګز) او ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه.
پچه د ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د نيوزيلېنډ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په زيان ۵۱۹ منډې جوړې کړې او لوبه يې پریښودله.
د نيوزيلېنډ لپاره کين ويليمسن ۲۵۱، لېنک ۸۶ او جميسن ۵۱ منډې جوړې کړې.
د ويسټ انډيز توپ اچوونکو کېمر روچ او ګبریل ۳-۳ او جوزف يو نيوزيلېنډي لوبغاړی وسوځولو.
د ويسټ ټولې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او د نيوزيلېنډ د لوبډلې ۳۸۱ منډې ترې ډېرې شولې.
نيوزيلېنډي توپ اچوونکو سودي د ويسټ انډيز ۴، جميسن او واګنر ۲-۲ او بولټ يو لوبغاړی وسوځولو.
د نيوزيلېنډ لوبډلې د ويسټ انډيز لوبډلې ته بيا د ۳۸۱ منډو د تعقيب بلنه ورکړه، خو دا ځل يې هم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يواځې ۲۴۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۳۴ منډو او يوې پاڼۍ په توپير وبايلله.
بلېک ووډ د ويسټ انډيز لپار ۱۰۶ او جوزف ۸۶ منډې جوړې کړې، خو نور لوبغاړي يې دا ځل هم د لومړۍ پاڼۍ په څېر و نه ځلېدل.
د نيوزيلېنډي توپ اچوونکو له ډلې واګنر ۴، جيميسن ۲، بولټ، سودي او ميچېل ۱-۱ ويسټ انډيزی لوبغاړی وسوځولو.
د لوبې غوره لوبغاړی کين ويليمسن ونومول شو، چې په يوه پاڼۍ کې يې په يوازې ځان ۲۵۱ منډې جوړې کړې.

Comments