د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر محمد اشرف غني په کورنیو چارو وزارت کې د یاد وزارت جوړښتي اصلاحات وارزول او د دې برخې سربېره یې د عامه خدمتونو د مرکز، له پولیسو د ملاتړ او د شهیدانو وارثين، پېژنتون او همدارنګه د جلب او جذب په برخو کې له راغلو اصلاحاتو خوښي وښوده او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه هڅې یې وستایلې.

Comments